هغه افغان ماشومه چې الوتکه کې زیږيدلې 'ریچ' نوم پرې ایښودل شوی
هغه افغان ماشومه چې د امریکا په یوه پوځي الوتکه کې زیږيدلې 'ریچ' نوم پرې ایښودل شوی دی.
ریچ د همدغې پوځي الوتکې نوم و چې دغه افغانان په کې له کابله امریکا ته لېږدول کېده.
د امریکا یوه لوړپوړي جنرال تاد ولټز ویلي، پر دې ماشومې دا نوم د هغې د مور او پلار له خوا ایښودل شوی دی.
تر اوسه د څه باندې دوه اتیا زره افغانانو له ډلې چې افغانستان یې پریښی سل تنه یې بیړنۍ درملنې ته اړتیا پیدا کړې او دې لاره کې درې ماشومان زیږېدلي دي.