د میدان وردګ اوسیدونکي: امنیت ښه شوی، خو کار نشته
![د میدان وردګ اوسیدونکي: امنیت ښه شوی، خو کار نشته](https://gdb.rferl.org/3436440e-f504-4f21-912b-b75d1e9c3e30_w800_h450.jpeg)
د میدان وردګو ولایت ځینې اوسیدونکي وایي چې په یاد ولایت د طالبانو د ولکې له ټینګېدو وروسته امنیت ښه شوی، خو کار او کسب نشته.
دوی له طالبانو غواړي چې کاري زمینې برابرې کړي، څو خلک خپل ژوند په ښه توګه سرته ورسوي.
عطاء الله د میدان ښار اوسیدونکی دی، ده تر ۱۴ ټولګي زده کړې کړي، خو اوس یې په میدان ښار کې هټۍ خلاصه کړې او نجاري کوي.
دی وايي: "د زراعت برخه کې مې زده کړې، پوهېږم چې دې ولایت کې ستونزې زیاتې دي څوک یې نه حلوي، ځکه زده کړو ته اوس څوک ارزښت نه ورکوي نو اوس مې خپل شخصي کاروبار ته مخه کړې، چاته احتیاج نه یم خپل ژوند په ښه توګه پر مخ وړم."
دا په داسې حال کې ده چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو ۱۱ ورځې تېرېږي، خو دا ډله لا هم نهده توانېدلې چې هغه سیاسي تشه ډکه کړي کومه چې له افغانستانه د وتلي جمهور رئیس غني وروسته جوړه شوې ده.