د بښنې سازمان: پولنډ دې د افغانانو یوه ۳۲ کسېزه ډله ورپریږدي
![د بښنې سازمان: پولنډ دې د افغانانو یوه ۳۲ کسېزه ډله ورپریږدي](https://gdb.rferl.org/FEA135EE-0FF8-44C0-8967-4913A1406DA2_w800_h450.jpg)
د بښنې نړیوال سازمان له پولنډه وغوښتل چې د افغانانو یوه دوه دېرش کسیزه ډله چې د دې هېواد پر پوله انتظار ده، ورپریږدي او بشري مرستې دې ورسره وکړي.
د بښنې نړیوال سازمان وایي، دا افغانان نه سم خواړه لري، نه د څښاک اوبه، نه د پناه ځای او نه هم دارو درمل او له دوو اوونیو راهیسې د پولنډ او بلاروس ترمنځ پر پوله ایسار دي.
د بښنې نړیوال سازمان پرون چهارشنبه (دوږې په ۳مه) په یوه بیان کې وویل چې له دې کډوالو سره د پولنډ سرحدي ځواکونو بد چلند کړی دی او په زوره یې بېرته د بلاروس خوا ته په شا کړي دي.
پر بلاروس تور پورې شوی دی چې هڅه کوي کډوال د اروپایي ټولنې هېوادونو ته داخل کړي، خو منسک دا تور رد کړی دی.
په وروستیو میاشتو کې په زرګونو کډوال چې اکثریت یې د عراق او افغانستان دې په غیر قانوني ډول له بلاروسه لیتوانیا، لاتویا او پولنډ ته داخل شوي دي.