د کابل له هوایي ډګره د خلکو د ایستلو چارې وروستي پړاو ته رسیدلي
![د کابل له هوایي ډګره د خلکو د ایستلو چارې وروستي پړاو ته رسیدلي](https://gdb.rferl.org/df1e6e95-8c6e-4302-8112-ab8ea5b955a1_w800_h450.jpg)
د کابل د نړیوال هوایي ډګر له لارې بهر ته د بهرنیو وګړو او افغانانو د ایستلو چارې وروستي پړاو ته نژدې شوي دي.
د راپورونو له مخې امریکا او متحدانو یې د اګسټ له ۱۴مې نېټې راهیسې نژدې ۱۱۱ زره کسان له کابله اېستلې دي.
سپینې ماڼۍ پرون وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې دولس نیم زره کسان د کابل له هوایي ډګره په الوتکو کې بهر ته انتقال کړي دي.
د فرانسې په ګډون له شلو ډېرو هېوادونو ویلي دي چې دا عملیات یې د جمعې تر ورځ بشپړ کړل.
د فرانسې دفاع وزیرې فلورنس پارلي پرون وویل، له دوو اونیو په لږه موده کې فرانسې نژدې درې زره کسان د دوه زره شپږ سوه افغانانو په ګډون خوندي ځایونو ته لېږدولي دي.
د سې شنبې په ورځ د اګسټ په یو دېرشمه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروستی مهلت دی.