افغان شاعر، لیکوال او سیاسي شنونکی اسدالله ولوالجي په حق ورسېد
![افغان شاعر، لیکوال او سیاسي شنونکی اسدالله ولوالجي په حق ورسېد](https://gdb.rferl.org/93D47D30-6F5C-4C33-A814-D59CA646646B_w800_h450.jpg)
د افغانستان نامتو شاعر، لیکوال او سیاسي شنونکی اسدالله ولوالجي نن د ۶۷ کلونو په عمر په حق ورسېد.
د ولوالجي یوه خپلوان تیمور توراني ازادي راډیو ته وویل چې نوموړی د ناروغۍ له کبله نن په کابل کې د ژوند پور پرې کړ.
د ولوالجي د مېرمنې او یوې لور په ګډون د نوموړي د کورنۍ څلور غړي تېر کال په غبرګولي میاشت کې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د یوه ماین په چاودنه کې ووژل شول.