عراق نن د یوې سیمه ییزې سرمشریزې کوربه دی
عراق په منځني ختیځ کې د کړکېچ د کمولو د هڅو په ترڅ کې نن د یوې سیمه ییزې سرمشریزې کوربه دی.
بغداد ټینګار کړی چې په منځني ختیځ کې د څو لسیزو بحران د حل لپاره په منځګړتوب کې یې ونډه مهمه ده.
تمه ده چې په دې سرمشریزه کې به د فرانسې او مصر ولسمشران ایمانوئل مکرون او عبد الفتاح السیسي، د اردن پاچا دوهم ملک عبدالله او همدا راز د دوو سیمه ییزو سیالانو ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیران او د څو نورو هېوادونو استازي برخه واخلي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې غونډه کې د ګډون لپاره پرون عراق ته ورسېد.
د ایران بنسټپال ولسمشر ابراهیم رییسي هم دې غونډې ته بلل شوی دی، خو تر اوسه معلومه نه ده چې ګډون په کې وکړي او که نه؟