Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Август
2021

Новости за 28.08.2021

د کابل هوایي کې ته نږدې چاودنې؛ د مړو شمېر له ۱۷۰ کسانو واوښت

Pa.azadiradio.com 

د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د پنجشنبې د ماښام د چاودنې د مړو شمېر له ۱۷۰ کسانو واوښت. 'سي.اېن.اېن' او 'سي.بي.اېس' ټلوېزیوني چینلونو د افغانستان د روغتیا وزارت د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې وايي، نوي شمېرې د پخوانیو هغو پرتله چې سل تنه ښودل شوي وو، په ډېر توپیر سره لوړ دي. د 'سي بي. اېس' خبریال همدا راز راپور ورکړی چې لږ تر لږه ۲۰۰ نور کسان په دې چاودنه کې ټپیان شوي دي. د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنینک راب پرون جمعه (د وږې په ۵مه) په یوه بیان کې وویل، دا لویه تراژیدي ده ځکه دا بې... Читать дальше...

بریتانیا به نور افغانان هم ور غواړي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا صدراعظم وايي چې د کابل د هوايي ډګر له لارې د خلکو د اېستلو د مهلت له پای ته رسېدو وروسته به بریتانیا ته نور افغانان هم راولي.  د بریتانیا پوځ په تېرو دوو اونیو کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې کابو ۱۴ زره بریتانویان او هغه افغانان واېستل چې ژوند یې په خطر کې دی خو ویل کېږي چې سلګونه نور لا هم هلته بند پاتې دي.  بورېس جانسن پرون په لندن کې خبریالانو ته وویل چې د اګسټ د ۳۱ مې له مهلت وروسته به بریتانیا ته د نورو افغانانو د بیولو هڅه وکړي. ښاغلي جانسن زیاته کړه: "اوس چې موږ د خپلو عملیاتو... Читать дальше...

سپینه ماڼۍ: په کابل کې د یوه بل تروریستي برید احتمال هم شته

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د کابل نړیوال هوايي ډګر ته نژدې د بمي چاودنې د تلفاتو شمېر لوړ شوی، د سپینې ماڼۍ د امنیت ټیم ولسمشر جو بایډن ته ویلي چې په کابل کې د یوې بلې تروریستي حملې احتمال هم شته. د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي پرون د اګست په ۲۷مه په یوه خبري غونډه کې وویل چې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې هر اړخیز او پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي دي، خو مېرمن ساکي ولسمشر بایډن ته د امنيتي ټیم د دې ارزونې جزییات په ډاګه نه کړل. پرون له دې مخکې د پنټاګون ویاند هم وویل چې ښايي داعش ډله په کابل کې نورې حملې وکړي. Читать дальше...

ایفنینګ سټنډرډ او میرر: د داعش خراسان څانګه څوک ده؟

Pa.azadiradio.com 

ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو د کابل د هوايي ډګر په خوله کې د پنجشنبې د ماښام پر خونړیو ترورېستي حملو او د داعش په اړه لیکنې خپرې کړې دي.  د داعش یا د اسلامي دولت د خراسان څانګې د دغو انتحاري بریدونو مسؤلیت ومانه. ایفنینګ سټنډرډ او میرر د بریتانیا ایفنینګ سټنډرډ او میرر ورځپاڼو په دې اړه خپلې لیکنې په دې پوښتنې پیل کړي چې د داعش خراسان څانګه څوک ده؟ دواړو ورځپاڼو دا ډله په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش څانګې بللي چې په افغانستان او پاکستان کې فعالیت کوي. په عراق او سوریه کې دا ډله په ۲۰۱۴م... Читать дальше...

ناټو او ملګرو ملتونه: له اګسټ وروسته دې هم د کابل هوايي ډګر فعالیت وکړي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو غړي هېوادونه هڅه کوي چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د بهرنیو سرتېرو د وتلو د پروسې له بشپړېدو وروسته د بشري مرستو لپاره پرانیستی وساتي. له افغانستانه د بهرنیو وګړو او د هغو د افغان همکارانو د وتلو لپاره مهلت د اګسټ په ۳۱مه پای ته رسېږي. ترکیې ویلي دي چې له طالبانو سره یې خبرې روانې دي، څو له دې نېټې وروسته د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د فعال ساتلو لپاره تخنیکي مرسته وکړي، خو ترکي چارواکو ویلي چې د پنجشنبې ورځې برید د هوايي ډګر د متخصصانو د امنیت په برخه کې د ترکي ځواکونو هڅې زیانمنې کړې. Читать дальше...

 د قزاقستان په پوځي اډه کې چاودنو لږترلږه ۱۲ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان په یوه پوځي اډه کې چاودنو لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي او نژدې سل نور یې ټپیان کړي دي. چارواکي وايي، دا مرګ ژوبله د قزاقستان د جنوب، په یوه پوځي اډه کې د وسلو او مهماتو په زېرمتون کې هغه مهال پېښه شوه چې له څو چاودنو وروسته هلته اور ولګېد. د بېړنیو حالاتو د وزارت یوه ویاند پرون د اګسټ په ۲۷مه وویل، لږ تر لږه دوه کسان تر اوسه لا درکه دي او د موندلو لپاره یې هڅې پیل شوي دي. د قزاقستان دفاع وزیر نور لان ایرمېک بایوف له پېښې وروسته ازادي راډیو ته وویل چې دی له خپلې دندې استعفا ته چمتو دی.

لاس انجلس ټایمز: افغانستان خپل غوره وګړي له لاسه ورکوي

Pa.azadiradio.com 

لاس انجلس ټایمز د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې یوه لېکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی "افغانستان خپل غوره وګړي له لاسه ورکوي." ورځپاڼې د درې کسانو ژوند ته اشاره کړې چې یو یې یوه بهرنۍ رسنۍ کې ژورنالیست دی، دوهم په یو نادولتي پراختیايي سازمان کې کار کاوه او دریېم یو هنرمند دی چې کابل کې یې ګڼ مینه وال درلودل. څو ورځې مخکې پورې له دې درې کسانو یو هم نه غوښتل له افغانستانه ووځي، خو اوس درې واړه غواړي افغانستان پږېږدي. ورځپاڼه وايي، له افغانستانه د استعدادوونو تېښته، هغه هم په دې... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Большой шлем

«Надо чем-то жертвовать». Арина Соболенко отказалась ехать на Олимпиаду в Париже


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

По каким признакам можно распознать машину-«утопленника»: лайфхак





Путин в России и мире
Москва

СЕНСАЦИОННЫЙ ДОКЛАД ПРО ДЕЛО СКРИПАЛЕЙ, САФРОНОВА, ГОЛУНОВА.


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Билли Айлиш

Подняли с Пола: юбилейный раритет Маккартни и блуждания Билли Айлиш



Москва

Бизнесмена Новицкого отправили под домашний арест по делу о мошенничестве

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net