بریتانیا له جرمني سره افغانستان کې پر نوي جوړیدونکي حکومت غږیدلی
![بریتانیا له جرمني سره افغانستان کې پر نوي جوړیدونکي حکومت غږیدلی](https://gdb.rferl.org/f21e0902-9f72-434b-972f-d062c6e1c2a1_w800_h450.jpg)
د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن وايي، د جرمني له صدراعظمې انګېلامېرکل سره یې د افغانستان د راتلونکي حکومت پر وړاندې د اوو لویو قدرتونو له خوا د ګډ دریځ او چلند په اړه خبرې کړي.
د بریتانیا د صدراعظم دفتر په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلي جانسن او مېرمن مېرکل موافقه وکړه چې د جي اووه ډلې له نورو غړو سره به ګډه هڅه کوي، څو د افغانستان د نوي حکومت پر وړاندې د چلند لپاره یوه د لارې نقشه چې په اړه یې د دې ډلې په تېره سرمشریزه کې بحث وشو، جوړه کړي.
د بیان له مخې صدراعظم جانسن ویلي چې د طالبانو له حکومت سره هر راز تماس او د هغه رسمیت پېژندل باید له دې شرط سره تړلي وي چې ټولو هغو خلکو ته چې غواړي له افغانستانه ووځي د وتلو اجازه ورکړي او بشري حقونو ته درناوی وکړي.