له افغانستانه د ځواکونو ایستلو په اړه د بایډن پر پرېکړه د رایان کراکر انتقاد
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر رایان کراکر له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر جو بایډن پر پرېکړه انتقاد وکړ.
کراکر له بلومبرګ ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، د بایډن ادارې په داسې حال کې چې افغانستان د امریکا مرستې ته اړتیا لرله دې هېواد ته شا واړوله.
رایان کراکر د بارک اوباما د ولسمشرۍ په مهال په افغانستان کې د امریکا سفیر و.
کراکر بلومبرګ ټلوېزیون ته همداراز وویل چې دوی په بد ډول د تاریخ د تکرار شاهدان دي.