روسي چارواکو تر غږ د چټکو الوتکو د څېړنیز انستیتوت رئيس د خیانت په تور ونیوه.
د مسکو د لیفورتوفو د سیمې محکمې وویل، د الکساندر کورانوف د توقیف د مودې په اړه به د اګسټ په ۱۲مه محاکمه پیل کړي.
په سن پټرزبورګ کې تر غږ د چټکو الوتکو د څېړنیز مرکز پر رئیس شک دی چې یوه بهرني تهیې تر غږ د چټکو الوتکو د ټکنالوژۍ پټ مواد ورکړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ادعا کوي چې د دغه هېواد په داسو سیمه کې پر چینايي انجنیرانو په حمله کې د هند او افغانستان استخبارات لاس لري.
د تېرې میاشتې په وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په کوهستان سیمه کې په بمي چاودنه کې د ۹ چینایانو په ګډون ۱۳ تنه ووژل شول او پاکستاني چارواکو هماغه مهال دا پېښه د تخنیکي ستونزې له کبله بللې وه.
قریشي پرون په اسلاماباد کې خبریالانو ته وویل، د پېښې په اړه د پلټنې ټیم معلومه کړه چې دا برید د هند استخباراتي ادارې (را) او د افغانستان د ملي امنیت ادارې کړی دی. Читать дальше...
د امریکا دفاع وزارت وايي چې د افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابېدو له کبله متحده ایالات دې هېواد ته ۳ زره سرتېري لېږي چې په کابل کې د امریکا له سفارته ځیني کارکوونکي وباسي.
د پنټاګون ویاند جان کربي پرون/ پنجشنبه وویل، د پوځ او سمندري ځواک دا سرتېري به په دوو ورځو کې افغانستان ته ورسېږي چې د کابل په هوايي ډګر کې د امریکا سفارت د یو شمېر کارکوونکو په ایستلو کې مرسته وکړي.
په کابل کې د امریکا په سفارت کې د کارکوونکو د شمېر د کمولو پرېکړه د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس اعلان کړه.
له بلې خوا... Читать дальше...
د افغانستان حکومت طالبانو ته وړاندیز کړی چې جګړه ودروي او په حکومت کې لویه برخه واخلي.
پرون د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله په قطر کې وویل چې د سولې لپارهیې د افغانستان د دولت طرحه قطر ته سپارلې ده.
قطر پر دې سربېره چې د بینالافغاني خبرو کوربهتوب کوي، په وروستیو کې یې د منځګړیتوب هڅې هم ډېرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان حکومت د قطر په وسیله طالبانو ته په حکومت کې د شراکت وړاندیز کړی دی.
ښاغلي عبدالله په دوحه کې په ترویکا یا د امریکا، روسیې، چین او پاکستان... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، هغه مهال به واک پرېږدي چې افغانان د ده د ځایناستي په اړه پرېکړه وکړي. د ښاغلي غني په خبره، د ده ځایناستی د افغانستان خلک ټاکي او دا حق به بل هېچا ته ورنهکړي.
ظاهراً د ښاغلي غني اشاره د پاکستان د صدراعظم عمران خان وروستیو څرګندونو ته وه.
ښاغلي غني دا خبره پرون پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د زمري ۲۲» مازدیګر په ارګ کې د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مراسمو کې وکړه.
ولسمشر غني وویل: "ځیني وايي په تېره بیا زموږ ګاونډیان چې که اشرف غني نهوي، هر څه سمېږي او سوله راځي. زما او... Читать дальше...
د امریکا متحده ايالات او بريتانیا له ۲۰۰۳ میلادي کال څخه بیا تر اوسه له نشهيي موادو سره د مبارزې په پروګرام کې لوی ملاتړ کوونکي بلل کېدل.
دې دوو هېوادونو له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د مالي مرستو ترڅنګ، د داسې استخباراتي معلوماتو په برخه کې هم همکاري کوله چې د نشهيي موادو د قاچاق کوونکو په نيولو کې ډېر مؤثر او ګټور وو، خو اوس تازه بريتانیا د دې مهمو معلوماتو په برخه کې له همکارۍ څخه لاس اخيستی دی.
د کورنيو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معین وحيدالله کلیمزی... Читать дальше...
که مو وليدل چې بچیان مو د لومړي ځل لپاره نشه کوي، نو خبرې ورسره وکړئ او د دوی خبرو ته هم په ارامه غوږ ونیسئ.
د روغتیا نړيوال سازمان څېړنې ښيي چې په نړۍ کې ډېری معتاد ماشومان او زلميان هغه څوک دي چې د کورنيو له مينې څخه بېبرخې شوي او کورنيو يې د لومړۍ نشې له امله له هغوی سره سپک چلند کړی دی.
ارواپوهان وايي چې ماشومان او زلمیان په ټولنه کې د نورو خلکو په شان مینې او ملاتړ ته اړتيا لري، ځکه نو په کورنيو کې له ماشومانو او زلميانو سره مینه نهکول د دې سبب کېږي چې هغوی بل ځای د مينې او داسې چا په... Читать дальше...
په کابل ښار کې تر دوه زره ډېرې نشهيي ګولۍ او اووه کيلو ګرامه ښیښه ونيول شوه.
له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د کابل ښار په ۲۱مه ناحیه کې پر یوه کور عمليات وکړل چې په نتیجه کې يې ۲،۷۰۰ نشهيي ګولۍ ونیول شوې.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د نشهيي موادو د یوې شبکې د نیولو لپاره عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې اووه کیلو ګرامه ښیښه ونیول شوه.
د دې دوو پېښو په تړاو شپږ کسان هم نیول شوي دي.
په خوست ولایت کې دوه کسان د ۴۸ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق پر مهال ونیول شول.
۴۸ کیلو ګرامه چرس پولیسو هغه مهال د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونیول چې په یوه موټر کې پټ ايښودل شوي او په پام کې وه چې له یوه ګاونډي ولایت څخه د خوست ښار ته قاچاق کړل شي.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معینیت د رسنیو دفتر ازادي راډیو ته وویل چې نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته د عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د عدلي او قضايي مرکز محکمو د نشهيي موادو ۲۶ قاچاق کوونکي په جزا محکوم کړل.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو د نشهيي موادو ۱۹ قضیې څېړلي چې په نتيجه کې یې د دې مرکز ابتدائیه محکمې ۹ تورن کسان له دوو کالو څخه نیولې بیا تر ۱۶ کالو پورې او د دې مرکز استېناف محکمې ۱۷ تورن کسان د بند په بېلابېلو مودو باندې مجازات کړل.
د دې مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، له مجازات شویو کسانو سره ټول ۷۱۱ کیلو ګرامه هیروئین، ۳۸ کیلو ګرامه تریاک، ۱۶۴ کیلو ګرامه چرس او ۲۱ کیلو ګرامه ښیښه نیول شوې ده.
د ننګرهار ولایت پولیسو تر ۲۰ کيلو ګرامه ډېرو هیروئینو د قاچاق مخه ونیوله.
په لومړۍ پېښه کې له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د دې ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د نشهيي موادو پر یوه زېرمه برید وکړ چې په نتیجه کې يې اته کیلو ګرامه هیروئین ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې په یوه بله پېښه کې پولیسو په جلالاباد ښار کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ۱۵ کیلو ګرامه چرس ونیول چې په یوه رکشا کې پټ ايښودل شوي وو.
د چرسو د قاچاق په تور یو تن نیول شوی، خو د هیروئینو د ساتنې په تور څوک نهدي نیول شوي.
Спорт в России и мире
Москва
Роман Костомаров поучаствовал в боксерской тренировке в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Самсонова вышла в четвертьфинал турнира WTA в Хертогенбосе
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Овчинский: ОЭЗ «Технополис Москва» увеличит выпуск электрогрузовиков
Путин в России и мире
Москва
Эрдоган сообщил, что Фидан и Путин обсудили выборы в курдских районах Сирии
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Трамп назвал Зеленского «величайшим торговцем» и пообещал разобраться с траншами Киеву
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Моргенштерн
Рэпер Моргенштерн заявил, что у него на счетах находится примерно 9 млн долларов
Москва
Андрей Воробьев поздравил медиков с профессиональным праздником
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net