فرانسې او سویس هم د رد شويو افغانانو د بېرته ستنولو بهیر ودراوه
فرانسې او سویس هم د هغو افغانانو د بېرته ستنولو بهیر ودراوه چې د پناه غوښتنلیکونهیې رد شوي دي.
تر دې وړاندې هالنډ او جرمني دې ته ورته پرېکړه اعلان کړې وه.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې پرون/ پنجشنبه وویل، فرانسې افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر په جولای میاشت کې په دې خاطر وځنډاوه چې د افغانستان امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو شو.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویاندې همداراز وویل چې هېواد یې له خپلو نورو اروپايي شریکانو سره حالات له نږدې څاري.
سویس هم ویلي چې د افغانستان د امنیتي وضعیت له کبلهیې خپل هېواد ته د افغان پناه غوښتونکو د استولو بهیر درولی دی.