د امریکا حکومت له خپلو اتباعو له افغانستانه د ژر تر ژره وتلو غوښتنه کړې
د امریکا حکومت پرون/ پنجشنبه له خپلو اتباعو وغوښتل چې له افغانستانه ژر تر ژره ووځي.
په کابل کې د امریکا سفارت په وېبپاڼه کې پر امریکایانو عږ شوی چې ځانونه په تجارتي الوتکو کې له افغانستانه وباسي.
دغه سفارت په اوسنیو شرایطو کې امریکايي اتباعو ته د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د ستونزو یادونه هم کړې او لیکلي: "د امنیتي وضعیت او د مأمورینو د شمېر د کمېدو له کبله په افغانستان کې له امریکايي اتباعو سره د مرستې په برخه کې د سفارت ظرفیت حتی په کابل کې خورا محدود شوی دی."
د امریکا متحده ایالاتو د اپرېل په ۲۷مه نېټه په کابل کې د سفارت حکومتي مأمورینو ته امر وکړ په هغه صورت کې چې له بهره کار ته دوام ورکولای شي، ووځي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس روانه اوونۍ د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي و چې سفارت به په اوسني ډول کار ته دوام ورکړي.