د افغانانو په اړه یوګنډا د امریکا پر غوښتنې لا پرېکړه نه ده کړې
د یوګنډا د بهرنیو چارو وزیر وايي، تراوسه پورې یې د امریکا د دې غوښتنې په اړه پرېکړه نه ده کړې چې په خپله خاوره کې ۲ زره افغانانو ته موقتي پناه ورکړي.
امریکا مخکې تردې چې دا افغانان خپل هېواد ته ولېږدوي، د هغوی د مهاجرت د پروسې د بشپړېدو لپاره غواړي چې د پناه په شرایطو برابر افغانان په درېيمګړي هېواد کې مېشت شي.
یوګنډا روانه اوونۍ ویلي و چې د امریکا غوښتنې ته مثبت ځواب وايي، خو پرون پنجشنبه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ییې اودونګو (Jeje Odongo) وویل چې د دغه هېواد جګ پوړو چارواکو پردې موضوع غونډه وکړه، خو تراوسه پورې یې پرېکړه نه ده کړې.
ده د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل چې امریکا ورڅخه غوښتي چې د بشري خواخوږۍ له مخې ۲ زره افغان پناه غوښتونکو ته ځای ورکړي، خو تراوسه یې په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.