افغان کرکټر راشد خان: هیله لرم چې افغانستان کې دایمي سوله ټینګه شي
![افغان کرکټر راشد خان: هیله لرم چې افغانستان کې دایمي سوله ټینګه شي](https://gdb.rferl.org/9A7D5B09-5E3F-45B3-B2B8-409D54EA5BD5_w800_h450.jpg)
په افغانستان کې له وروستیو پېښو وروسته د کرکټ نامتو لوبغاړي راشد خان پرونپ نجشنبه د خپلواکۍ د یوسلو دوهمې کالیزې په مناسبت د افغانستان لپاره د سولې او سوکالۍ هیله وکړه.
راشد خان ویلي، هیله لري او دعا کوي چې په افغانستان کې دایمي سوله ټینګه شي او پرمختګ ته لاره هواره شي.
تر دې څو ورځې مخکې راشدخان د افغانستان پر وضعیت د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ له نړیوالو غوښتنه کړې وه چې په روانه ګډوډۍ او جګړه کې افغانانو ته شا وانه ړوي.