روسيې د ګوګل کمپنۍ جریمه کړې
![روسيې د ګوګل کمپنۍ جریمه کړې](https://gdb.rferl.org/e6d92df6-792b-4974-9b01-54df5fa637c1_w800_h450.jpg)
روسي چارواکو د ګوګل کمپنۍ جریمه کړې ده. د مسکو یوې محکمې نن حکم کړی چې ګوګل کمپنۍ د دوی په خبره "دری اداري سرغړونې" یې کړي او باید شپږ میلیونه روبله ' څه باندې ۸۱ زره ډالره' جریمه ورکړي.
همدې محکمې دوه ورځې مخکې هم په ګوګل کمپنۍ ۱۴ میلیونه روبله چې ۱۹۰ زره ډالره کېږي جریمه ولګوله.
د مسکو دې محکمې له دې مخکې د امریکا د انټرنیټ پلټونکې کمپنۍ ګوګل او نورې شبکې لکه ټوېټر او ټلیګرام هم د ورته 'اداري سرغړونو' په جرم محکومې او جریمه کړې وې.