امریکا او لیتوانیا په دوه اړخیزو اقداماتو هوکړه کړې
د امریکا متحده ایالاتونو او لیتوانیا پر هغو دوه اړخیزو اقداماتو موافقه کړې ده چې له مخې یې د چین د فشارونو پر وړاندې بالتیک د دې هېواد ملاتړ کوي.
چین وروسته له هغه پر لیتوانیا فشار زیات کړ چې دې هېواد له تایوان سره د اړیکو د ټېنګولو پرېکړه وکړه.
ویلینیوس وايي چې د بهرنیو چارو وزیر ګابریلیوس لاندس بیرګیس د اګسټ په ۲۱مه له خپل امریکايي سیال انتوني بلېنکن سره پر دوه اړخیزو همغږو اقداماتو موافقه وکړه.
چین د اګست په لسمه نېټه له لیتوانیا وغوښتل چې په پېکېنګ کې خپل سفیر وباسي او ویې ویل په ویلینوس کې خپل سفیر هم را غواړي، ځکه لیتوانیا تایوان ته چې چین یې د مالکیت دعوه لري، اجازه ورکړې چې د تایوان په نوم په ویلینوس کې سفارت پرانیزي.