بحرین خپل هوایي ډګر هغو الوتکو ته پرانیزي چې له افغانستانه خلک باسي
![بحرین خپل هوایي ډګر هغو الوتکو ته پرانیزي چې له افغانستانه خلک باسي](https://gdb.rferl.org/a023e144-00a5-402b-8221-bd3946a1243c_w800_h450.jpg)
بحرین ویلي، خپل هوایي ډګر هغو الوتکو ته پرانیزي چې له افغانستانه خلک باسي.
په همدې حال کې متحده عربي اماراتو ویلي، د لنډ وخت لپاره د افغان کډوالو کوربه توب کوي.
بحرین او امارت دا اعلان وروسته تردې کړی چې قطر کې د امریکا پوځي اډې له هغو کسانو ډکې شوي چې له افغانستانه بیول شوي دي.
له کابله د هغو افغانانو د تخلیې چارې پرون ۷ ساعته وځنډېدې چې امریکا او اروپایي هېوادونو یې د ایستلو خبره کړې ده.
د امریکا سفارت او نورو استازولیو ویلي، هر هغه څوک چې له افغانستانه باسي، د ایمیل یا مبایل ټیلیفون له لارې ورته حال ورکوي.
دوی ویلي، له دې ډول خلکو پرته نورو کسانو ته دا اجازه نه ورکول کېږي چې هوایي ډګر ته دننه شي.