د کابل پر هوايي ډګر ګڼه ګوڼه او د ګڼو نړیوالو ورځپاڼو مقالې او تبصرې
کابل ته د طالبانو له راتګه وروسته د ډېرو نړیوالو ورځپانو او خپرونو پام دغلته د هوایي ډګر شااوخوا رامنځته شوې ګڼې ګوڼې او ګډوډۍ ته اوښتی دی.
واشنګټن ایګزاماینر
واشنګټن ایګزاماینر خپرونې په وروستۍ ګڼه کې د کابل هوایي ډګر پر وضعیت او دغلته د امریکایي او بریتانوي ځواکونو له خوا د افغانانو د ایستلو پر لانجې یوه لیکنه خپره کړې ده.
په لیکنه کې راغلي، د افغانانو د ایستلو لانجمنې چارې د امریکا او بریتانیا لوړپوړي پوځیان هم سره په مخالفت کې اچولي.
دوی د امریکا د یوه جنرال خبرې را اخیستي چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو ته یې ویلي، "له کابله د افغانانو د ایستلو چارې ودروئ، ځکه چې موږ بد ښکارو."
په لیکنه کې راغلي، بریتانوي ځواکونو د امریکا دې غوښتنې ته د رد ځواب ورکړی دی.
مطلب کې د امریکا او بریتانیا د مخالفت عواملو ته اشاره نه ده شوې، خو دومره ویل شوي چې امریکا له بریتانیا غوښتي چې د هوایي ډګر له محدودې بهر د افغانانو د تخلیې چارې ودروي.
د لیکوال په باور، د امریکایي جنرالانو دا ډول څرګندونې ښيي چې له افغانستانه د زرګونو کسانو چټکو ایستلو پر ښکېلو خواوو ښکاره روحي فشار راوستلی دی.
کابل کې زرګونه کسان له څو ورځو راهیسې پر هوایي ډګر ورټول دي چې مدیریت یې دغلته د طالب وسله والو او امریکایي او بریتانوي ځواکونو له کنټروله وتلی دی.
ځینو عیني شاهدانو ویلي، سند لرونکي او زرګونه بې سنده کسان د هوایي ډګر شااوخوا کې ولاړ دي او میدان ته د ننوتو چارې یې ستونزمنې کړي او نظم یې ګډوډ کړی دی.
یو. اېس.اې ټوډې
له امریکا خپریدونکې یو.اېس.اې ټوډې ورځپاڼې هم پر همدې موضوع لیکنه خپره کړې او دا سرلیک یې ورکړی دی چې امریکا خپلو اتباعو ته ویلي، د کابل هوایي ډګر ته دې نه ځي.
په لیکنه کې راغلي چې له افغانستانه د بهرنیو د همکارانو د ایستلو لړۍ پرون شنبه هم روانه وه، خو کابل کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته ویلي، د دوی له همغږۍ پرته دې هوایي ډګر ته نه ځي.
لیکنه کې د سفارت اندېښنې ته هم اشاره شوې او ویلې یې دي، امکان شته چې د هوایي ډګر له دروازو بهر د دوی اتباع له خطر سره مخامخ شي.
سټار اېنډ سټرایپس
د امریکا د پوځ اړوند سټار اېنډ سټرایپس خپرونې هم پرهمدې موضوع لیکنه خپره کړې او ویلې یې دي، داسې تیت او پرک راپورونه ور رسیدلي چې طالبانو د هوایي ډګر په تالاشیو کې یو شمېر هغه کسان نه دي پریښي چې امریکایي اسناد یې درلودل.
ورځپاڼې دا خبره د پنټاګون د ویاند جان کربي په حواله کړې، خو طالبانو بیا له دې وړاندې ویلي، دوی هوایي ډګر کې یوازې هغو کسانو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي چې هېڅ ډول اسناد په لاس کې نه لري.