د الله اکبر ناره؛ افغانستان ورځپاڼه: کابل د ډېرو با قوته غږونو کوربه دی
![د الله اکبر ناره؛ افغانستان ورځپاڼه: کابل د ډېرو با قوته غږونو کوربه دی](https://gdb.rferl.org/E535C00E-A451-427A-9483-746855C4BD56_w800_h450.jpg)
کابل کې چاپېدونکو ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کې په افغانستان کې وروستيو د الله اکبر نعرو ته په اشارې سره سرمقالې خپرې کړي دي.
د ازادي راډیو خبریال د دغه ورځپاڼو غورچاڼ په یوه راپور کې رانغاړلی دی.
سرخط
سرخط ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې ليکلي، طالبانو د افغانستان په څو ولايتونو کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی.
د سرمقالې ليکوال ليکلي کندهار، هلمند او هرات په دې وروستيو کې سخت تر پوځي فشار لاندې راغلی، خو افغان پوځ يې پر وړاندې مبارزه کوي.
وړاندې په سرمقاله کې ليکوال د ولس له شور او زور هم هرکلی کړی کړی دی.
د سرمقاله لیکوتکي په خبره، ولس هم نور له دې حالت په تنګ راغلی او بې دریغه يې د الله اکبر ناره پورته کړې ده.
د لیکوال په باور د دغه چارې پيل په نورو ولايتونو لیکي، ولس په يو غږ د روانو حالاتو د کابو کېدو غوښتنه مطرح کړې.
سره له دې چې طالبانو د الله اکبر شعار په غبرګون ويلي چې دا زموږ شعار دی خو بيا هم دغه چاره په ځينو ولايتونو کې لا هم روانه ده.
افغانستان ورځپاڼه
افغانستان ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي چې کابل له تېرو درېيو شپو راهسیې د ډېرو با قوته غږونو کوربه دی.
د سرمقالې ليکوال ليکلي چې دا شپې کابليانو هم د الله اکبر ناره پورته کړې.
لیکوال ليکلي، دا غږ طالبانو ته ښکاره پيغام ورکوي چې دوی د ټوپک له لارې نظام ته نه شي راتلای.
سرمقاله لیکونکی وړاندې ليکلي، دا ناره سره له دې چې د افغانستان د ملي پوځ په ملاتړ پورته شوې، خو د دې ترڅنګ د افغانانو د يووالي لپاره هم يو سمبول ياد شوی، خو طالبان بيا دا ناره د اسلامي امارت ملکيت يادوي.
هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپله نننۍ ګڼه کې په دې اړه ليکلي دي چې افغان ولس د هېواد په لر و بر او نړیواله کچه د خپل تاریخي او قسم خوړلي دښمن پرضد د تکبیر ناره پورته کړې ده.
ليکوال وړاندې لیکي چې د دښمن پرضد د [الله اکبر] دا ناره په داسې حال کې پورته شوې چې هغوی د خپلو کسانو پر مټ د افغانانو پر وړاندې جګړې او ترهګریزو بریدونو ته زور ورکړی.
ليکوال لیکي:
دا ناره لومړی له هراته پورته شوه، بیا د کابل، جلال اباد، اسعد اباد، خوست، مزار شریف،… په شمول د افغانستان د ګڼو ښارونو اوسېدونکو د افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په ملاتړ بدرګه کړه او دا دی څو شپې د افغانستان له هر ګوټه د [الله اکبر] او د وسله والو مخالفینو پر ضد شعارونه ورکول کېږي.
هېواد ورځپاڼه لیکي، ولس نه یوازې واټونو ته راوتلي، بلکې په ټولنیزو رسنیو کې هم د دښمن پرضد د [الله اکبر] ناره پورته کړې ده.
ليکوال په پای کې وړانديز کوي چې افغان ولس دې د وروستيو ناخوالو پر وړاندې يو ملي قيام ته چمتوالي ونيسي، څو له روانو ظلمونو وژغورل شي.