Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Август
2021

Новости за 07.08.2021

بریتانیا له خپلو ټولو اتباعو غوښتي چې افغانستان پریږدي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا حکومت خپلو ټولو اتباعو غوښتي دي چې له افغانستانه ووځي.  فرانس پرېس اژانس د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په وینا پرون جمعه (د زمري ۱۵مه) خبر وکړ چې د افغانستان امنیتي وضعیت په خرابیدو دی.  لندن دا خبرداری وروسته تردې ورکوي چې طالبانو خپل بریدونه زیات کړي دي او پرون یې د نیمروز مرکز زرنج ښار ونیو. دا لومړی ځل دی چې د وروستیو جګړو په ترڅ کې طالبان د یوه ولایت مرکز نیسي.

کورنیو چارو وزارت: وسله وال طالبان له شبرغان ښاره په شا تمبول شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، طالب وسله وال له درنو تلفاتو وروسته د جوزجان له مرکز شبرغان ښاره په شا تمبول شوي دي.  د دې وزارت ویاند میرویس ستانکزي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "د تازه دمو ځواکونو له را رسېدو سره، د امنیتي دفاعي ځواکونو انسجام او د ولسي خلکو په مرسته او ملاتړ نه یوازې شبرغان ښار ډېر ژر له طالبانو تصفیه او ونیول شو او دوی د شبرغان ښار څنډو ته وشړل شول، بلکې دوی ډېر زیات تلفات هم ورکړل. سلو تنو ته یې مرګ ژوبله رسېدلې ده او د ښار له څنډو په شا وتمبول شول."  ښاغلي ستانکزي... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د 'مینه‌پال' ترور په کلکو ټکو وغندل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغان حکومت د رسنیو د مرکز د رییس ترور د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په کلکو ټکو وغندل شو.  دواخان مینه پال پرون جمعه (د زمري ۱۵مه) په کابل کې په یو تروریستي برید کې چې مسوولیت یې طالبانو ومانه، ووژل شو.  په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا سفیرې باربرا ووډ وارډ د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو په بېړنۍ غونډه کې د خبرو پر مهال وویل: "د هدفي وژنو شواهد شته. د حکومت د رسنیو د مرکز د مشر دواخان مینه پال د خواشینوونکي قتل په ګډون حکومتي چارواکي وژل شوي. موږ د اقلیتونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو... Читать дальше...



د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو وروستي بریدونه یو بشري ناورین بللی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو وروستي بریدونه له نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه او یو بشري ناورین بللی دی.  د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پرون د زمري په ۱۵مه د طالبانو د حملو د سختولو، د دې ډلې له خوا د بشري سرغړونو او د دې په نتیجه کې د بشري ناورین په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له لویې کمېشنرې مېشل بشلې سره خبرې وکړې.  د بیان له مخې مېرمن بشلې هم د افغانستان پر روان وضعیت چې بشري ناورین یې رامنځته کړی دی اندېښنه وښودله. Читать дальше...

ګازپروم شرکت: له اورلګېدنې وروسته د ګازو د صادرولو بهیر پڅ شوی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ګازپروم دولتي شرکت پرون د اګسټ په شپږمه اعلان وکړ چې د سایبریا په لویدیځ کې د ګاز د پروسس په تاسیساتو کې د اور لګېدنې له پېښې وروسته بهر ته د ګاز د صادرولو بهیر پڅ شوی دی. د راپورونو له مخې نووي اورېنګوی سیمې ته نژدې په دې اورلګېدنه کې چا ته زیان نه دی اوښتی، خو روسي رسنیو اعلان کړی چې د بلاروس او پولنډ له لارو بهر ته د روسیې د ګاز په صادراتو کې د ورځې یو میلیون مکعب متر کموالی راغلی. ګازپروم شرکت له دې مخکې د یامال- اروپا د ګاز د پایپلاین په وسیله له یامال ټاپو وزمې څخه د بلاروس له لارې... Читать дальше...

اروپايي ټولنه د بلاروس او لېتوانیا پر غیر قانوني سرحدي لارو غږیږي

Pa.azadiradio.com 

سلووینیا چې د اروپايي ټولنې دوره یي مشري کوي پرون جمعه (د زمري ۱۵مه) وویل، د دې ټولنې د بهرنیو چارو وزیران به د اګسټ په اتلسمه په خپله فوق العاده غونډه کې له بلاروس څخه لېتوانیا ته د غیرقانوني سرحدي لارو د زیاتېدو په اړه بحث وکړي.  رویټرز خبري اژانس د هغو مکتوبونو پر اساس چې د سلووینیا له خوا د اروپايي ټولنې ډپلوماتانو ته استول شوي وايي، په دې ویډیو کنفرانس کې به د فرونټکس یا د اروپايي ټولنې د سرحدي ادارو او د یورو پول استازي هم ګډون وکړي.  د رویټرز د راپور له مخې د دې مکتوب په متن کې راغلي چې... Читать дальше...

د روسیې یوې محکمې امریکایي پانګوال په بند تعلیقي محکوم کړ

Pa.azadiradio.com 

د روسیې یوې محکمې پرون جمعه (د زمري ۱۵مه) امریکایي پانګوال مایکل کالوي د اختلاس په تور په پنځه نیم کال تعلیقي بند محکوم کړ.  د دې حکم له صادرېدو یوه ورځ مخکې کالوي په هغه دوسیه کې چې نړیوالې تجارتي ټولنې له نژدې څارله مجرم وپېژندل شو.  د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې د بارینګ واستوک په نوم د پانګونو د خصوصي شرکت بنسټ ایښودونکی مایکل کالوي د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو کې د دې ډلې له نورو مدیرانو سره یوځای نیول شوی و.  کالوي او د دې شرکت نورو مشرانو پر دوی لګېدلي تورونه رد کړي دي.  د کالوي... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: افغان جګړه خونړي او ویجاړوونکي پړاو ته رسېدلې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپلې پرونۍ (د زمري ۱۵مه) بېړنۍ غونډه کې وویل، د افغانستان جګړه یوه خونړي او ویجاړوونکي پړاو ته رسېدلې ده. په دې غونډه کې چې په افغانستان کې د ناکراریو له پراخېدو وروسته د افغان حکومت د غوښتنې پر اساس جوړه شوې وه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشرې ډیبرا لاینز، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر او د افغان دولت او نورو هېوادونو استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې. د یوناما غبرګون د یوناما مشرې تر ډېره طالبان... Читать дальше...

ایران افغان سوله کې د هند د ونډې د ملاتړ ترڅنګ د یوې طرحې پلي کېدل وغوښتل

Pa.azadiradio.com 

د ایران نوي ولسمشر ابراهیم رییسي په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې د هند د ونډې ملاتړ وکړ او په عین حال کې یې، د نوې ډېلي او تهران د اړیکو د پیاوړي کولو لپاره د یوې ګډې طرحې پر اړتیا ټینګار وکړ. ښاغلي رییسي چې د پنجشنبې په ورځ یې لوړه وکړه، پرون جمعه د زمري په ۱۵مه د هند د بهرنیو چارو له وزیر اېس جې شنکر سره چې د ده د لوړې په مراسمو کې یې د نوي ډېلي په استازیتوب ګډون کړی و، تر کتنې وروسته پر ټویټر ولیکل چې د ایران او هند ترمنځ د سیمه ییزو ګټو په مساله کې د نظر یووالی شته. جې شنکر په داسې حال... Читать дальше...

د نړۍ ګڼ شمېر رسنیو د مینه پال پر ترور راپورونه خپاره کړي

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ ګڼ شمېر چاپي او الکترونیکي رسنیو د افغانستان حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز د ريیس دواخان مینه پال پر وژل کېدو راپورونه خپاره کړي دي.  مینه پال چې له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۰ پورې د ازادي راډیو خبریال و، پرون په کابل کې ووژل شو او مسوولیت یې طالبانو په غاړه واخیست. انډپېنډنټ  انډپېنډنټ ورځپاڼې او د ازادو مطبوعاتو ژورنال د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندونې رااخیستي چې د مینه پال په وژلو کې یې د خپلې ډلې لاس لرل تایید کړي دي.  فري پرېس ژورنال فري پرېس ژورنال یا د ازادو مطبوعاتو ژورنال... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Спортсмен Росгвардии занял второе место в личном многоборье на Играх БРИКС


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Самсонова вышла в четвертьфинал турнира WTA в Хертогенбосе


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Стало известно, какие виды транспорта выпускаются в ОЭЗ "Технополис Москва"





Путин в России и мире
Москва

Путин совершит на неделе региональную поездку и возложит цветы 22 июня


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко обратился к Рамафосе




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Трамп назвал Зеленского «величайшим торговцем» и пообещал разобраться с траншами Киеву


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Коммерсантъ

Город-десятимиллионник // Квартир дешевле в Москве остается все меньше



Москва

Золотое жилье. С 1 июля в России рекордно подорожают все квартиры

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net