پکتيا کې د واليبال سياليو ټورنمنټ پای وموند
![پکتيا کې د واليبال سياليو ټورنمنټ پای وموند](https://gdb.rferl.org/B3D7DE57-49C1-43F2-B327-0746E3293A9B_w800_h450.jpg)
په پکتيا ولايت کې د واليبال سياليو ټورنمنټ پای ته ورسېد.
د پکتیا ولايت د بدني روزنې رئيس محمد داوود محفوظ نن شنبه (د زمري په ۱۶مه) ازادي راډيو ته وويل چې دغه ټورنمنټ د ملي بيرغ په نوم د دغې ورځې په مناسبت جوړ شوی و.
د ښاغلي محفوظ په خبره، په دې ټورنمنټ کې د ګردېز ښار نه لس لوبډلو ګډون کړی وو.
دغو لوبو چې درې ورځې یې دوام وکړ، د سیالیو اتلولي د غازي اباد لوبډلې په خپل نوم کړه.