بلخ کې د صادراتي توکو د اسناو د پروسس مرکز پرانیستل شو
په بلخ ولایت کې د صادراتي توکو د اسناو د پروسس واحد مرکز پرانیستل شو.
د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن دوشنبه (د زمري ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې په تېر کې د هېواد صادرونکي له ډېرو ستونزو سره مخ وو او د خپلو اسنادو د پروسو د ترسره کولو لپاره اړ وو چې په بېلابېلو سیمو کې اړونده برخو ته مراجعه وکړي چې ډېر وخت يې غوښت.
نوموړي وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صادراتي اسنادو د پروسو پر مخ وړلو کې د اړینو اسانتیاوو چمتو کولو، د اضافي لګښتونو د مخنیوي لپاره د دولتي ادارو او خصوصي سکتور سره په همغږۍ دغه شان په ننګرهار ، کندهار او هرات ولایتونو کې هم د صادراتي اسنادو د پروسو د بهیر واحد مرکزونه رامنځته کړي دي.
چارواکي وایي، د دي مرکزونو په رامنځته کېدلو سره د صادراتي اسنادو بهیر له ۳-۵ کاري ورځو او له دوو څخه تر درېیو ساعتونو ته کم شوی او هم دا مرکزونه د صادراتو پروسه کې د وخت او اضافي لګښتونو د کمېدو او د محصولاتو د خرابېدو او له منځه تلو د مخنیوي لامل شوي دي.