اروپايي ټولنې د لوکاشینکو پر وړاندې د نورو اقداماتو خبرداری ورکړ
![اروپايي ټولنې د لوکاشینکو پر وړاندې د نورو اقداماتو خبرداری ورکړ](https://gdb.rferl.org/c727b786-48de-4c8a-a880-1f91600ad0d6_w800_h450.jpg)
اروپايي ټولنې د بلاروس د زورواکي، الکساندر لوکاشینکو پر وړاندې د نورو اقداماتو خبرداری ورکړ.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر، جوسیپ بورېل پرون یکشنبه (د زمري ۱۷مه) وویل، دا چې د بلاروس رژیم نړیوالو تعهداتو ته ښکاره بې احترامي کوي، نو اروپايي ټولنه، دې موضوع ته په پام پر نورو اقداماتو غور کولو ته تیاره ده.
د تېر کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د لوکاشینکو ټاکل کېدل د اپوزیسیون او لوېدیځ له خوا رد شوي دي.
پر مظاهره چیانو د فشارونو کمولو، له اپوزیسیون سره د خبرو او د نویو خپلواکو ټاکنو لپاره لوېدیځ د لوکاشینکو پر رژیم څو وارې بندیزونه لګولي دي.