د ملګرو ملتونو خبرداری: نړۍ د تودوخې یوې خطرناکې درجې ته ورنږدې شوې
![د ملګرو ملتونو خبرداری: نړۍ د تودوخې یوې خطرناکې درجې ته ورنږدې شوې](https://gdb.rferl.org/e4552f93-3ee5-4b16-a0f0-b22c31149cc0_w800_h450.jpg)
د اقلیمي بدلون په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېټې جدي خبرداری ورکړی چې نړۍ د تودوخې یوې خطرناکې درجې ته ورنږدې شوې ده. دې کمېټې انسانان په څرګنده په دې برخه کې ګرم بللي دي.
د اقلیمي بدلونونو لپاره د بینالحکومتي کمېټې په راپور کې چې نن خپور شو، د ساینسپوهانو په حواله راغلي چې د ځمکې په اتموسفیر کې د مضرو ګازونو کچه هومره لوړه شوې چې د راروانې یوې لسیزې اقلیمي اختلال ته کافي ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د دې راپور په اړه ویلي چې د فوسیلي تېلو د سوځېدو او د ځنګلونو د لهمنځه تلو له کبله مضره ګازونه د ځمکې مرۍ زېندۍ کوي او میلیاردونه انسانان له سمدستي خطر سره مخامخ کوي.
له دې مخکې په اقلیمي چارو کې د متحده ایالاتو د ولسمشر ځانګړي استازي جان کري ویلي و، د ملګرو ملتونو راپور دا خبره ډاګیزه کړه چې اقلیمي بحران به نور هم خطرناک شي او ځکه ښاغلي کري په راروانه یوه لسیزه کې په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.