د خوست-کابل لویه لار؛ مسافر: د جګړو له امله په ساعتونو-ساعتونو تړلې وي
د خوست او کابل ترمنځ په لویه لاره یو شمېر تلونکي مسافر وایي، دغه لاره نږدې هره ورځ په ساعتونو-ساعتونو د افغان حکومت او د وسله والو طالبانو تر منځ د جنګ جګړو له امله د تګ راتګ پر وړاندې بندیږي.
دوی وایي، دغو بریدونو په دې لاره تلونکي مسافر او ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ اړوند د تنګي واغجان سیمه له کومې چې د خوست ـ کابل عمومي لاره تیریږي.دلته د افغان ځواکونو پر هغو پوستو چې د دې لویې لارې د امنیت د خوندیتوب لپاره د کابل ـ ګردېز د لویې لارې په اوږدو کې جوړې شوي، هره ورځ په ساعتونو جګړه روانه او سلګونه موټر دې ته انتظار وي چې جګړه ختمه شي او دوی خپلو منزلونو ته د رسېدو لپاره خپل مزل بیا پیل کړي.
په موټرونو کې ښځې، ماشومان، سپين ږیري او یو شمېر ناروغان ناست وي.
په دې لاره تلونکي یوه مسافر عنایت نوري د سترګو لیدلی حال داسې وایي: "سپکه او درنه وسله په کې کارېده، جګړې تقریباُ ساعت، یو نیم ساعت دوام وکړ، ګڼ شمېر موټر انتظار ولاړ و چې په هغه کې ښځې، سپين ږیري او ماشومان و، ان داسې عاجل ناروغان هم و چې خلکو د تداوۍ لپاره کابل ته انتقالول، د لوګر په ښار کې تقریباً داسې پېښې هره ورځ تکراريږي."
خو یحیی بیا په همدې سیمه کې د یوې بلې پېښې عیني شاهد پاتې شوی وایي، کابل ته روان و چې له دوی وړاندې په یوه کرولا ډوله موټر ناڅاپه له څو لورو ډزې وشوې او ځای پرځای یې څو تنه مړه او ټپیان کړل: "کابل ته پر لاره د تنګي واغجان په سیمه کې له موږ څخه یوه کرولا مخکې شوه چې تقریباُ ۶۰ متره به مخکې تللي وي، ناڅاپي ورباندې له څو خواوو برید ترسره شو چې د برید په پایله کې دغه ټول کسان په ډېره بې رحمۍ سره ووژل شول، له موږ سره موټر کې ماشومان او ښځې هم وې، خلک په ذهني لحاظ داسې ګنګس شول چې هېڅ نه پوهیدل چې څه وکړي؟ ان جسدونه یې له لارې څخه نه شوی لېرې کولی."
یحیی وایي، د دې پېښې وروسته اوس له سخت رواني حالت سره مخ دی او نه شي کولی په اسانۍ د پېښې لیدل شوی وضعیت هېر کړي.
تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی او نه هم مالومه ده چې وژل شوي کسان څوک او څومره دي؟
یوازې جنګ جګړې نه، بلکې ځمکني ماینونه، د وسله والو طالبانو او وسله والو غلو چک پاینټونه، ترافیکي پېښې او له عمومي لارې د یو شمېر هدف ګرځول شوېو کسانو اختطاف هغه موارد دي چې په دې لاره تلونکي مسافر او خلک ورسره مخامخ کېږي.
د خوست ـ کابل په دې لاره د پکتیا، لوګر، پکتیکا، خوست او د غزني په ګډون د یو شمېر نور ولایتونو اوسیدونکي تګ راتګ کوي.
د لوګر سیمه ییز چارواکي لا هم د کابل ګردېز پر لویه لاره د شوې پېښې په اړه څه نه وایي، خو د لارې د امنیت په اړه د امنیه قوماندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي ازادي راډيو ته وویل چې عمومي لاره امن ده او د تګ راتګ پر وړاندې کومه ستونزه نشته.
په سوېل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند هم د تېرې پنجنشبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي و چې د دې لارې امنیت د خوندیتوب لپاره یوه نوې پوسته جوړه شوې او د اړتیا پر مهال به نورې پوستې هم ځای پر ځای کړي.
د کابل ګردېز په لویه لاره د ناامنۍ پېښې په داسې مهال زیاتیږي چې وسله والو طالبانو د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ولسوالیو له نېولو وروسته د ولایتونو پر ښارونو بریدونه پیل کړي دي.