بریتانیا پر بلاروس تازه بندیزونه ولګول
![بریتانیا پر بلاروس تازه بندیزونه ولګول](https://gdb.rferl.org/E877A9B2-228F-4398-8F1F-AD18BFF5378A_w800_h450.jpg)
بریتانیا پر بلاروس په تجارتي او مالي برخو کې تازه بندیزونه ولګول.
دا اقدام د بلاروس پر انتخاباتو د یوه کال د اوښتو په لومړۍ ورځ کېږي.
د بلاروس د مستبد مشر الکساندر لوکاشینکا مخالفان وايي چې د ولسمشرۍ په پروسږنو انتخاباتو کې درغلي شوې وه.
لوېدیځو هېوادونو په بلاروس کې له لانجمنو انتخاباتو وروسته د لوکاشینکا د سیاسي مخالفانو د ځپلو په خاطر له دې مخکې هم د دې هېواد پر رژیم یو لړ بندیزونه لګولي وو.