Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

خوست کې د یو شمېر ښادیو هوايي ډزې نورې کورنۍ د غم په ټغر کینوي

0
خوست کې په ودونو کې لاهم هوایي ډزې کېږي چې ځینې وخت نورو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.دغلته د پولیسو چارواکي وايي، وخت ناوخت یې ځینې کسان د هوايي ډزو په جرم نیولي، خو بېرته یې د قومي سپین ږیرو په منځګړیتوب خوشې کړي، هغه څه چې د ځايي خلکو په وینا په خوښیو کې د هوايي ډزو د دوام یو لامل دی.


څو ورځې وړاندې د خوست د اسماعیل خیلو مندوزیو ولسوالۍ اسمان مرمیو نیولی و او له یو کلي یې د تودو ډزو غږونه اوریدل کېدل.


دا ډزې د جګړې یا نښتې ډزې نه وي، بلکې په یو ورځ په یو کلي کې د درې ودونو د خوښۍ په مناسبت هوايي ډزې وې.


ښايي د هغو لپاره چې په دې ودونو کې یې د ټوپکو خولې اسمان ته نیولې وې او ډزې یې کولې دا ډزې د خوښۍ څرګندونه وه، خو د همدې کلي د یو اوسیدونکي محمد مبین کورنۍ ته یې بیا دا ورځ په ویر بدله کړه.


محمد مبین وايي، په هغه ورځ یې له همدې ودونو څخه هوا ته فایر شوې څو مرمۍ په کور ولګیدې:


"زموږ وریندار چې په انګړ کې وه، په یوه سړه مرمۍ پر مټ ولګېده او بیا مو روغتون ته یوړه عملیات یې بریالي و، دا هوایي ډزې په خوست کې رواج دی او د دوی خوشالي زموږ د غم سبب شوه."




د خوست د عامې روغتیا چارواکي که څه هم د هغو کسانو رسمي شمېرې نه لري چې په هوايي ډزو ټپیان یا مړه شوي، خو زیاتوي، ډېر کله ورته داسې کسان ور وړل کېږي چې هوايي ډزو ژوبل کړي وي .


دوی وايي، عموماً دا ډول ټپیان دوی "په ټوپک د ټپي شوي" په توګه ثبتوي.


په خوست کې پولیس هم هوايي ډزو له ننګونو سره مخ کړي.



کابل کې یو شمېر کسان نن د امنیت د ګډوډولو په تور نیول شوي
د شهید اوونۍ او د عاشورا د مراسمو د ورځو په تړاو د کورنیو چارو وزارت خبرداری!
د کرکټ د بریا د خوشحالۍ ډزو په کابل، خوست او ننګرهار کې لس تنه ټپیان کړي


د خوست د امنیه قومندانۍ ویاند عادل حیدر وايي، په داسې حال کې چې پولیس تر ډېره د امنیتي پېښو په مخنیوي بوخت دي، د هوايي ډزو مسئله نه یوازې دا چې د خلکو د مرګ ژوبلې سبب کېږي بلکې د امنیتې پېښو په وړاندې پولیسو د مبارزې چاره هم ستونزمنوي.


د ښاغلي عادل په وینا په وینا ډېرکله یې د هوايي ډزو په جرم کسان نیولي، خو وروسته یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب او د بیا لپاره د هوايي ډزو د نه کولو په شرط خوشې کړي.


ښاغلي حیدر زیاته کړه: "موږ ته چې خلکو اطلاع راکړې ده، کسان مو راوړي، یوه یا نیمه شپه مو هم پرې کړي، خو دوسیه مو یې رسمي کړې نه ده، ځکه د خوست خلک اتیا سلنه د دولت ملاتړي دي او قوماندان صیب هم د قومي مشرانو، ولایتي شورا او نورو کسانو لپاره دوی بېرته خوشې کوي."


هغوی چې د هوايي ډزو مخالف دي وايي، د سرغړونکو سره د پولیسو همداسې نرم چلند د دې لامل کېږي چې په خوښیو کې د هوايي ‌ډزو دود د دې پرځای چې له منځه ولاړ شي له یوې ورځې بلې ته زیاتیږي.


یوازې ودونه نه دي چې یو شمېر خوستوال په کې هوايي ډزې کوي، بلکې په خوست او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې یو شمېر خلک هره خوښي د هوايي ډزو لپاره پلمه کوي. دوی په نورو مناسبتونو لکه د ماشومانو په زوکړو، کوژدو، د اخترونو په شپو، د کرکټ او فوټبال د لوبو په بریاوو او نورو خوښیو هم هوايي ډزې کوي.


محمد مبین وايي، پر دې چې ورینداره یې ژوندۍ پاتې شوه خوښ دی، خو په وینا یې هغوی چې د خوښۍ پرمهال هوايي ډزې کوي باید دا له یاده ونه باسي چې هغه مرمۍ چې اسمان ته یې فایر کوي، بېرته ځمکې ته خامخا راپریوزي او دا ډېره ممکنه ده چې د کوم بل انسان یا کورنۍ د ژوند د خوښۍ ډېوه د تل لپاره مړه کړي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net