ملي امنیت شورا د افغان ځواکونو د سرغړونو په اړه ادعاوې څېړي
د بشري حقونو د څار ډلې هیومن رایټس واچ نن پنجشنبه په یوه راپور کې ادعا کړې چې د امریکا د مرکزي استخباراتو سي آی اې له ملاتړه برخمنې افغان قطعې په بې محاکمې وژنو، په زور د خلکو په بې درکه کولو، بې توپیره هوايي حملو او د بشري حقونو په نورو سرغړونو کې لاس لري.
خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل نن رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې په دې کې ځیني تورونه ناسم دي او له همدې کبله به څېړنه وشي.
ده وویل: "د بشري حقونو د څار سازمان رپوټ موږ ته را ورسېد، په رپوټ کې د راغلي هر مورد په اړه موږ په خپل وخت اقدامات کړي او واضح دریځ مو نیولی، د راغلو موضوعاتو په اړه اصلاحي پروګرامونه روان دي، په راپور کې ځیني حقایق هم نشر شوي، ترڅنګ یې ځینې تېروتنې هم شته، موږ به دا موارد ټکي په ټکي وارزوو او بیا به مفصل ځواب ورکړو."
د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ د دغو قطعو چې تر ډېره د افغانستان د ملي امنیت شورا په چوکاټ کې فعالیت کوي، د فسخه کېدو غوښتنه کړې.
دغه اداره وایي، د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ یې د یادو افغان ځواکونو ۱۴ قضیې څېړلي دي.
د بشري حقونو د څار ډله وايي، د دغو ځواکونو سرغړونې په ځینو مواردو کې تر جنګي جنایته پورې رسېدلي دي.
