هرات کې یو ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو وړاندې لمنځه تللی
د هرات امنیه قومندان امین الله امرخېل ازادي راډیو ته وویل چې دغه برید کوونکي غوښتل د دوشنبه په ماښام (عقرب ۶مه) په یوه تکیه خانې کې د شیعه مذهبو پر مراسمو برید وکړي.
د ښاغلي امرخېل په خبره وروسته له دې چې پولیسو دا کس وپیژنده، هغه ځان ته چاودنه ورکړه.
په وروستیو کلونو کې په هرات ولایت کې د شیعه ګانو پر څو جوماتونو انتحاري بریدونه شوي دي.
یوازي هرات نه بلکه په پلازمېنه کابل کې هم شیعه مذهبي د خونړیو بریدونو شاهد پاته شوي دي.
د دغو بریدونو مسولیت تر ډېره داعش وسلوالو منلی دی.
