د کونړ والي: دولتي ځواکونو چَلَس دره کې داعش وسله وال کلابند کړي
عبدالستار میرزکوال تېر ماښام (عقرب ۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال په چَلَس دره کې د دغو وسله والو پر وړاندي سخت عملیات روان دي.
ښاغلي میرزکوال زیاته کړه: "په کونړ کې ډېره لږ سیمه د داعش وسله والو په کنټرول کې ده چې هلته عملاً جګړه دوام لري او هغوی کلابند دي. زه باور لرم چې په کونړ کې د هغوی حضور پای ته رسیږي."
نوموړي وویل، وړاندي په دې ولایت کې د داعش وسله والو شمېر شاوخوا ۱۱۰۰ ته رسېده.
د ښاغلي میرزکوال په خبره اوس د دغو وسله والو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی، خو نوموړي یې دقیق شمېر یاد نه کړ.
د کونړ والي دغه راز زیاته کړه چې د ابوبکر البغدادي وژنې په کونړ کې د داعش وسله والو پر فعالیتونو اغیز کړی دی.
البغدادي د اسلامي دولت یا داعش ډلې مشر وو چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خبره د شنبه په ورځ په سوریه کې ووژل شو.
ولسمشر ټرمپ د یکشنبه په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړو ځواکونو البغدادي په یوه تونل کې محاصره کړ او هغه له ځانه سره چاودېدونکي مواد وچول چې په نتیجه کې یې دی خپله او درې ماشومان یې ووژل شول.
