د ټرمپ د استیضاح هڅې؛ د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار شاهدي ورنه کړه
د امریکا متحده ایالاتو د استازو جرګې درېیو کمیټو چې دا مهال د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د احتمالي استیضاح په اړه په تحقیق بوخت دي، له کوپرمن څخه غوښتي وو چې د دوشنبه په ورځ (اکټوبر ۲۸مه) د شهادت ورکولو لپاره ورشي.
خو د استازو جرګې د استخباراتو د کمېټې مشر ادم شیف وویل چې کوپرمن حاضر نه شو.
ولسمشر ټرمپ ویلي، کوپرمن په دې جرګې کې له شهادت ورکولو معاف دی.
کوپرمن وروسته یوه دعوا درج کړه څو یو قاضي دا پریکړه وکړي چې ایا دی د استازو جرګې په احضار لیک عمل وکړي که نه.
ادم شیف زیاته کړه، دا اقدام هیڅ قانوني اساس نه لري او ادعا یې کړې چې سپینه ماڼۍ هڅه کوي د کانګرس مخه ونیسي.
د امریکا د استازو جرګې له تېرې میاشتي د ولسمشر ټرمپ د احتمالي استیضاح په اړه تحقیقات پیل کړي دي.
ادعا شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای پر ۲۵ له خپل اوکراینې سیال ولادیمیر زیلینسکي سره د ټلیفوني مکالمې پر مهال له هغه غوښتي وو چې د امریکا پخواني ولسمشر مرستیال جو بایډن او د هغه د زوی هانټر په اړه تحقیق وکړي.
جو بایډن د امریکا د راتلونکي کال ولسمشرۍ انتخاباتو ته د دغه هېواد د ډیموکرات ګوند عمده نوماند دی.
