د روسیې یو ډیپلومات چې د پټو معلوماتو راټولو شک پرې کېده له بلغاریا ووت
دغه ډیپلومات د بلغاریا په پلازمېنه صوفیه کې د روسیې سفارت یو له نهو سکرترانو وو چې د پټو معلوماتو د راټولولو شک ورباندي شوی دی.
دا خبره د بلغاریا د څارنوالۍ دفتر د دوشنبه په ورځ (اکټوبر ۲۸مه) په یوې اعلامیې کې وکړه.
د دغه روسي ډیپلومات نوم نه دی ښودل شوی.
د اعلامیې له مخې دغه روسی ډیپلومات په منظم ډول د بلغاریا له لوړ پوړو چارواکو سره لیدل . په دې کې هغه چارواکی هم شامل وو چې د بلغاریا، ناټو او اروپایې ټولني پټ معلومات ورسره وو.
د بلغاریا د لویې څارنوالۍ د دفتر اعلامیې ویلي چې دې کس نیت درلود دا معلومات یوه بهرني هېواد ته یوسي.
بلغاریا د ۲۰۰۴ کال په مارچ کې د ناټو بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ او په ۲۰۰۷ کال کې له اروپایې ټولني سره یو ځای شوه.
