په ننګرهار ﮐﯥ ځاﻧﻤﺮګي ﺑﺮﻳﺪ د صفر دوه قطعې ۳منسوبین او ۲ ملکیان وژلي
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې په دغه برید کې د صفر دوه قطعې ۳ منسوبین او ۲ ملکي وکړي وژل شوي دي.
ښاغلي خوګیاڼي همدا شان وویل چې په دغه پېښه کې چې نن له غرمې وروسته شااوخوا دوه بجې وشوه، ۶ د صفر دوه قطعې غړي او د ۶ ماشومانو په ګډون ۱۵ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند معرفي کوي، د دې حملې مسؤليت منلى دى.
