د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څېړونکي ایران کې اعدامونه خواشینوونکي بللي
په هغه راپور کې چې د ملګروملتونو د بشري حقونو څیړونکي جاوید رحمن د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته پرون وړاندې کړی، ویل شوي چې تهران تېرکال ډېر ځلمکیان چې بلوغ ته نه ورسیدلي، اعدام کړي دي.
ایران تېرکال یوازې اوه ماشومان چې په اعدام محکوم شوي وو، اعدام کړي او سږکال یې تراوسه پر دوو ماشومانو دغه سزا تطبیق کړې ده.
ملګرو ملتونو له اتلسو کلونو د کم عمره ماشومانو اعدام منع کړی دی.
ښاغلي رحمن ویلي، په اوس وخت کې په ایران کې ۹۰ تنه په اعدام محکوم شوي هغه کسان دي چې د جرم په وخت یې عمرونه له اتلسو کلونو کم و.
هغه ویلي چې د تېرې جولای میاشتې تر نیمایي په ایران کې لږ تر لږه ۱۷۳ کسان اعدام شوي چې پکې دوه یې ۱۷ کلن وو.
که څه هم د بشري حقونو دغه څیړونکی وایي چې په ایران کې د اعدامونو شمېر په کمېدو دی، خو بیا هم ایران په نړۍ کې هغه هېواد بلل کیږي چې تر ټولو ډېر پکې خلک اعدامیږي.
په ایران کې په ۲۰۱۷ کال کې ۵۰۷ تنه اعدام شوي وو او تېر ۲۰۱۸ کال دغه شمېره ۲۵۳ ته راټیټه شوې وه.
