د غزني په مقر ولسوالۍ کې ۱۳ وسله وال وال وژل شوي
د ولایت ویاند محمد عارف نوري د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، ګډو افغان امنيتي ځواکونو تېره ورځ د مقر ولسوالۍ اړوند په بزکو، لړمه او د يادې ولسوالۍ اړوند د کابل - کندهار د لويې لارې په اوږدو کې چاڼيز عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې يادي ولسوالۍ ته د طالبانو د استخباراتي مسؤل عبيد په ګډون ۱۳ وسله وال وژل شوي او ۸ تنه نور يې ټپيان شوي دي.
نوري زیاتوي، په يادو عملياتو کې د لړمې په سيمه کې د کابل - کندهار د لويې لارې له موټرو څخه د وسله والو د اخاذې يو مرکز هم له منځه وړل شوى دی.
نوري زیاتوي، په دغه عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
وسله وال طالبان بیا دا خبره بې اساسه ګڼي.
د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي دي چې داسې هېڅ کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.
