د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له ازبکستان سره لوبېږي
هغه وویل، د افغانستان او ازبکستان لوبه د ایران په ارومیه ښار کې ترسر کېږي.
د ښاغلي شاداب په خبره، د افغانستان د فوټسال ملي ټيم په دې ډله کې پر ازبکستان سربېره، نیپال او تاجکستان سره هم لوبې لري.
د دې لوبو په پای کې له هرې ډلې څخه دوه ټیمونه د اسیا فوټسال اتلولیو ته لاره مومي چې ټاکل شوې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په ترکمنستان کې وشي.
