"خپلمنځي اختلافاتو له امله غزني کې نهه طالبان په زهرو وژل شوي"
د افغانستان په جنوب کې د غزني سیمهییز چارواکي وایي، د اندړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې نهه طالبان په زهرو وژل شوي دي.
د غزني د والي ویاند عارف نوري ازادي راډیو ته وویل، دغه طالبان د خپلمنځي اختلافاتو په نتیجه کې مسموم کړای شوي دي.
ښاغلي نوري زیاته کړه: "د دوی ترمنځ خپلمنځي اختلافات دي. د وسلهوالو نښتو ترڅنګ کله چې فرصت پیدا کړي، نو د یو بل په ډلو کې نفوذي کسان لري او دا افراد مسموموي. ظاهراً دغه وسلهوال د مولوي اسماعیل د ډلې اړوند دي چې دی د کوټې شورا یو مهم غړی دی."
د ښاغلي نوري په خبره په دغه ولایت کې د مولوي اسماعیل او د طالبانو د سرې قطعې غړو ترمنځ اختلافات شته چې کله نا کله په خپلو کې فزیکي او حتی وسلهوالو شخړو ته اړ باسي.
دا دوهم ځل دی چې په غزني کې طالبان په زهرو وژل کېږي. د غزني د والي ویاند د معلوماتو له مخې شااوخوا څلور میاشتې دمخه هم په همدې اندړ ولسوالۍ طالبانو ته په اوبو کې زهر ورکړل شوي وو چې ۵ تنهیې مړه شول.
ښاغلي نوري وویل په وروستۍ پېښه کې چې یوه ورځ دمخه شوې، ۶ تنه طالبان ځای پر ځای مړه شوي او ۳ نورو یې په یوه سیمهییز روغتون کې ساه ورکړه.
طالب ویاند ذبیحالله مجاهد له ازادي راډیو سره په اړیکه کې دا موضوع رد کړې او "پروپاګند" یې بللی دی.