د میدان وردګ والي له یوه بریده روغ وتلی خو ۳ ټرافیک پولیس وژل شوي
د ولایت ویاند محب الله شریفزي د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، برید نن تر غرمې وروسته درې بجې په میدان ښار کې د موټربم په واسطه شوی چې په خپله والي او ساتونکو ته یې زیان نه دی رسېدلي.
شریفزی زیاتوي، په برید کې درې تنه ټرافیک پولیس وژل شوي او یو تن بل ټپي دی.
تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
