عمران خان سعودي او ایران ته ځي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل نن په اسلام آباد کې یوې خبري غونډي ته ویلي چې د دې احتمالي سفر په اړه جزییات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
خان تیره میاشت ویلي وو چې د امریکای ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترې غوښتي چې له ایران د تشنج په آرامولو کې مرسته وکړي.
امریکا ایران تورنوي چې د سعودي عربستان د تیلو پر دوو لویو تاسیساتو د سپتمبر د ۱۴ نیټې په بریدونو کې لاس لري ، خو ایران دا تور ردوي.
