افغان ولسمشر د امریکا د سنا جرګې له یوه پلاوي سره کتلي
ولسمشرۍ ماڼې په یوه ټوېټر کې لیکلي چې له ولسمشر اشرف غني سره دغه پلاوي تېر ماښام په ارګ کې وکتل.
د امریکایي سناتورانو دغه پلاوي په افغانستان کې په بریالۍ توګه د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کول ستایلي او هغه یې د ولسواکۍ د ستنو د لا پیاوړي کېدو لپاره مهم بللي دي.
دغه پلاوي د انتخاباتو د امنیت د ټینګښت او هم د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په برخو کې د افغان ځواکونو د اقداماتو ستاینه هم کړې ده.
