"لښکرګاه کې د طالبانو برید کې شپږ پولیس وژل شوي"
د هلمند والي ویاند عمر ځواک وویل، په جګړه کې دواړو لوریو ته تلفات اوښتي خو دقیقه شمېره یې په واک کې نه لري.
د تېرې شپې د برید په اړه حکومتي چارواکي جزئیات نه ورکوي، خو د پولیسو یوې سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، جګړه د سره ګودر سیمې په مربوطاتو کې شوې او شپږ پولیس پکې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دوه شپې وړاندې هم په دغه سیمه کې د طالبانو په یوه برید کې اته پولیس وژل شوي وو. په دغه سیمه کې د طالبانو بریدونه په دې وروستیو کې ډېر شوي دي.
