د چین د تېلو ملي شرکت د ایران د ګازو په زېرمو کې له پانګونې تېر شوی
دا مطلب د زنګنه له قوله د ایران د تېلو وزارت پر رسمي ویبپاڼه وروسته له هغه خپرېږي چې د متحده ایالاتو او بريتانیا د سمندري ځواکونو او ایراني پوځیانو ترمنځ په سیمه کې د تقابل څو پېښې وشوې او پر ایران او چین د واشنګټن فشارونه په زیاتېدو دي.
وروسته له دې چې د ۲۰۱۸ کال په اګست میاشت کې د فرانسې ټوټال شرکت د جنوبي فارس حوزې له انکشافي پلان څخه لاس واخیست، د چین د تېلو ملي شرکت په دې پروژه کې تر ټولو لویه پانګونه درلوده.
د نړۍ د طبیعي ګازو تر ټولو سترې زېرمې د فارس د جنوب په حوزه کې دي.
