دوه استرالیایان په ایران کې له بنده تر خوشې کېدو وروسته کور ته رسېدلي
دوی چې یوه میاشت یې د ایران په محبس کې تېر کړل، ظاهراً د تبادلې په نتیجه کې خوشي شوي دي.
استرالیايي چارواکو نن (یکشنبه، اکتوبر ۶مه) تایید کړه په هماغه ورځ چې ایران دا استرالیايي جوړه خوشې کړه، دوی هم یو ایرانی څېړونکی په کوینزلنډ کې له څه باندې یو کال بنده وروسته خوشې کړی دی.
استرالیا د کوینزلنډ پوهنتون د سرطان څېړونکی ۳۸ کلن رضا دهباشي د ۲۰۱۸ په سپټمبر کې وروسته له دې ونیوه چې امریکا د نوموړي د ورسپارلو غوښتنه وکړه.
امریکا پر دهباشي تور پورې کړی چې ایران ته د پوځي الکترونیکي وسایلو په صادرولو کې لاس لري.
