د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته ماته ورکړه
سریلانکا چې په نړیواله درجه بندۍ یا رینکېنګ کې اتم ځای لري، په ۲۰ اورونو کې په داسې حال کې ۱۶۵ منډې وکړې چې ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.
خو پاکستان چې د لوبې کوربه دی، یوازې ۱۰۱ منډې وکړای شوې.
ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې سبا دوشنبه په لاهور کې په دوهمه سیالۍ او د چهارشنبې په ورځ په درېيمه سیالۍ کې مخامخ شي.
