افغان کومانډو ځواک په هلمند کې د طالبانو له زندانه ۱۳ بندیان ژغورلي
افغان کومانډو ځواک وايي، د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې یې د طالبانو له یوه زندانه ۱۳ بندیان ژغورلي دي.
د کومانډو د ځانګړو عملیاتو قول اردو په یوه خبرپاڼه کې چې نن سهار خپره شوه، وايي چې دا کسان د نهرسراج ولسوالۍ په دین محمد کلي کې د طالبانو پر زندان د عملیاتو پرمهال راخوشې شول.
په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان کومانډو ځواک په وروستیو څو میاشتو کې لسګونه ملکي وګړي او افغان سرتېري د ترورېستانو له ظلم څخه ژغورلي دي او دې کار ته به دوام ورکړي.