د افغانستان د انتخاباتو پر شفافیت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټینګار
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د شفافیت د تأمین غوښتنه کړې ده.
دغې شورا د افغانستان له انتخاباتي کمېسیونونو څخه غوښتي چې د افغانانو د رأیو د کره شمېرنې او له دې چې د دغو انتخاباتو پایلې به په منصفانه، شفافه او ټولهییزه توګه مشخصې کړي، ډاډ ورکړي.
دغې شورا دغه شان له ټولو ښکېلو لوریو غوښتي چې له وخت مخکې پایلې اعلان نهکړي او نوماندان دې دغه بهیر او هغو اصولو ته چې دوی پرې لاسلیک کړی، درناوی وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رأی ورکوونکو، د انتخاباتو کمېسیون کارکوونکو، انتخاباتي ناظرینو او امنیتي ځواکونو زړورتیا ستایلې او د هغوی کسانو اقدامیې غندلی چې غوښتلیې دغه بهیر له ستونزو سره مخ کړي.
افغانستان د میزان په ۶مه په ۳۴ ولایتونو کې د ولسمشریزو انتخاباتو شاهد و.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د تخمیني شمېرو په اساس د افغانستان په ولسمشریزو انتخاباتو کې دوه نیم میلیونه کسانو ګډون کړی.
دغه کمیسیون ویلي چې د درغلیو ادعاوې به د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وڅېړي.