په افغانستان کې د امریکا سفیر په کندهار کې وروستۍ چاودنه وغندله
په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس په کندهار کې وروستۍ چاودنه چې د یوه ژورنالېست په ګډون ملکي وګړي په کې ووژل شول، غندلې ده.
جان بس په هلمند کې وروستۍ حمله هم په کلکو ټکو غندلې او پر ټوېټر یې لیکلي چې د خبریالانو او ماشومانو په ګډون د ملکي خلکو تلفات او د ملکي خلکو پر وړاندې تشدد هېڅ ډول توجیه نه لري.
په کندهار کې د سې شنبې په ماښام چاودنه وشوه چې د چاودنې له امله د هېواد راډیو خبریال عبدالحمید هوتکي او څلور نور ملکي وګړي ووژل شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې يو شمېر خلک زخمیان شوي وو چې یوه ښځه او یوه ماشوم هم په کې دي.
پرون په لښکرګاه کې د ولسي جرګې د وکیل غلام ولي افغان په دفتر کې هم چاودنه وشوه چې هلته هم په چاودنه کې دوه ملکي وګړي زخمیان شول.