ځينې فعالان: په ټاکنو کې دې د ښځو د عکس اخیستلو اجبار لېرې شي
د افغان ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو غوښتنه کړې چې د ټاکنو په ورځ دې له رأیې ورکوونکو ښځو د عکس اخیستلو اجبار لېرې کړي.
د روېټرز خبري اژانس پرون د سپتمبر په ۲۵مه په یوه رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ملاتړ اتلسو ادارو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسون ته جلا جلا لیکونه استولي او غوښتنه یې کړې چې د ښځو په مرکزونو کې دې د عکس اخیستلو ضرورت لغوه کړي.
د افغانستان د حکومت د پرېکړې پر اساس، دا وار په انتخاباتي مرکزونو کې پرمختللي ماشینونه د رأيې ورکوونکو بایومټریک معلومات ثبتوي.
د ټاکنو د شفافیت لپاره به د رأیې ورکوونکو د ګوتې نښه، د سترګو عکس او د مخ عکس اخیستل کېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون ازادي راډیو ته وویل چې د ښځو د دې ستونزې د حل لپاره یې د ښځو لپاره د رأیې ورکولو جلا مرکزونه جوړ کړي او د ښځو په مرکزونو کې به یوازې ښځې کار کوي.
په افغانستان کې د رأیې ورکولو په شرایطو د برابرو وګړو دقیق شمېر نه دی څرګند ځکه په وروستیو کلونو کې د وګړو دقیقه سرشمېرنه نه ده شوې.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې نهه ميلیونه او ۶۶۵ زره کسانو چې د رأیې ورکولو په شرایطو برابر وو، نومونه ثبت کړي.
په دې کې ۳ميلیونه او ۳۳۴ زره ښځې دي.
د جمهوري ریاست لپاره هېځ ښځه نه ده کاندیده شوې.