ټرمپ: ایراني چارواکي او د هغوی کورنۍ دې امریکا ته له ننوتو منع شي
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ پر تهران د فشارونو د زیاتوالي په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی چې یو شمېر جګپوړي ایراني چارواکي او د هغوی د کورنۍ غړي متحدو ایالتونو ته له ننوتو منع کړي، که هغوی د کډوالو په توګه یا له هغې پرته غواړي متحدو ایالتونو ته ولاړ شي.
د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې چې پرون چهارشنبه خپره شوې، د ولسمشر ټرمپ له قوله ویل شوي چې ویلې یې دي، د دغو کسانو له محدودیت پرته کډوال یا غیر کډوال که د متحدو ایالتونو خاورې ته داخلېږي، هغه به د متحدو ایالتونو د ګټو په ضرر وي او د دوی پر داخلېدو باید مشخص بندیزونه، محدودیتونه او استثنا وضعه شي.
ټرمپ په دغه اعلامیه کې د ایران حکومت په داسې چلند تورن کړی چې د ده په وینا په منځني ختیځ او له هغې ور اخوا سوله او ثبات ګواښي.
ایراني چارواکو تراوسه په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.