د کرکټ افغان لوبډله نن د بنګله دېش پر وړاندې د لوبې ډګر ته ځي
دغه شل اوریزه لوبه نن مازدیګر مهال په پنځو بجو د بنګله دېش په چټاګروم لوبغالي کې پېلېږي.
افغان لوبډلې په دغه سیریز کې تېره شپه د زمبابوې پر وړاندې لوبه وکړه، چې په اوو وکټو یې ماتې وخوړه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په روانو سیالیو کې په دوو بریاوو او يوې ماتې سره د نومرو په جدول کې لومړی، بنګله دېش په ورته پوزېش سره دوهم او زمبابوې بیا په څلورو لوبو کې له یوې بریا سره درېیم ځای خپل کړی دی.
